موږ غواړو چې افغانستان د شانګهای په سازمان کې د ناظر څوکۍ ترلاسه کړي؛  کابل: داعش له منځه تللی، له سیمې سره په ګډه کار کوو

کابل- ایرنا- د روسیې فدراسیون د امنیت شورا منشي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: د روسیې فدراسیون غواړي چې افغانستان د شانګهای په سازمان کې د ناظر وضعیت په توګه خپله څوکۍ بیرته ترلاسه کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي سره ولیدل.

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او ویې ویل، روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده.

 هغه زیاته کړه: هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.

 شویګو څرګنده کړه: په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي. د روسیې د امنیت شورا د منشي په وینا، روسیې فدراسیون غواړي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.

 په همدې حال کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي آویرچوک وویل،مسکو او کابل د همکاریو د زیاتېدو او اړیکو د پراختیا غوره فرصتونه لري او اړتیا ده چې استفاده ورڅخه وشي.

 هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي. نوموړي وړاندیز وکړ، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د ټرانسپورت په برخه کې د همکاریو تفاهملیک لاسلیک او ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانستل شي.

 د روسیې مرستیال لومړي وزیر وړاندیز وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو او د بنسټیزو پروژو د پیل لپاره دې تخنیکي کاري کمېټې ایجاد شي. مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، کابل ته د هغوی راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو ښکارندویي کوي.

 هغه د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له موقف څخه د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل، افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل د پراخېدو لېواله دی.

 د ریاست  الوزراسیاسي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي.

 عبدالکبیر زیاته کړه: اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي. 

 سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت غواړي چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمه‌ییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.

 هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت په هېڅ هېواد کې جګړه نه غواړي، بلکې د سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره اړتیا ده چې له یوه بل سره همکاري وکړو او د تقابل پر ځای باید د خبرو اترو له لارې توافق ته ورسېږو.

 سیاسي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سیمه ییزو پروژو عملي کول غواړي او لېواله دی چې د روسیې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .